بلخ کې پولیسو پنځه کسان چې غوښتل یې د عامو خلکو هټیو ته اور واچوي مخنیوی کړی
د بلخ ولایت زاري ولسوالۍ په امرخ کلي کې پنځه شر رسوونکي کسان چې غوښتل د یادې سیمې د ملکي وګړو بازار او هټیو ته اور واچوي د پولیسو د کشفي معلوماتو پر اساس یې پلان شنډ شوی او عملیات پرې شوي دي.
یادو کسانو د سیمې د کلا بندۍ پر مهال پر امنیتي ځواکونو ډزې کړي چې د نښتې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او درې ژوندي نیول شوي دي.