۷ ولايتونو کې؛ ۲۳ تنه نيول شوي او يو غلا شوی موټر موندل شوی
جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو د هيواد په اوو ولايتونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د غلا، ناقانونه وسلو ساتلو او نورو جنايي جرمونو په تړاو ۲۳ تنه نيولي دي.
له منځه يې، نيمروز کې اته تنه د جنايي جرمونو په تړاو، شپږ غله په ننګرهار، دوه تنه د وژنې په تړاو په پروان، درې غله په تخار، يو تن په سمنګان کې د ۲۰۰ زره افغانيو په ارزښت د ګاڼو د غلا په تړاو، يو غل په غزني او په هرات کې يو تن د غلا او يو تن د نظامي تجهيزاتو د لرلو په تړاو نيول شوی دی.
په همدې حال کې د هرات ښار پوليسو په ۸ مه حوزه کې يو غلا شوی موټر موندلی او د اسنادو له مخې يې خپل خاوند ته سپارلی دی.