۷ ولايتونو کې؛ ۲۳ تنه نيول شوي او يو غلا شوی موټر موندل شوی

moi-af
Sat, Mar 02 2024 3:09 PM
sfsfsf

جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو د هيواد په اوو ولايتونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د غلا، ناقانونه وسلو ساتلو  او نورو جنايي جرمونو په تړاو ۲۳ تنه نيولي دي.

له منځه يې، نيمروز کې اته تنه د جنايي جرمونو په تړاو، شپږ غله په ننګرهار، دوه تنه د وژنې په تړاو په پروان، درې غله په تخار، يو تن په سمنګان کې د ۲۰۰ زره افغانيو په ارزښت د ګاڼو د غلا په تړاو، يو غل په غزني او په هرات کې يو تن د غلا او يو تن د نظامي تجهيزاتو د لرلو په تړاو نيول شوی دی. 

په همدې حال کې د هرات ښار پوليسو په ۸ مه حوزه کې يو غلا شوی موټر موندلی او  د اسنادو له مخې يې خپل خاوند ته سپارلی دی.