د زابل ولايت امنيه قوماندانۍ پوليسو ددغه ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې يو موټر چې څه موده مخکې په کابل کې غلا شوى و، موندلی او په تړاو يې درې تنه له يوه ميل تومانچې سره نیولي دي.
دغه راز پوليسو ددغه ولايت په مرکز کلات ښار کې يو بل تن د موټر سايکل د غلا په تړاو نيولى دى.
همداراز د هرات امنيه قوماندانۍ منسوبينو د هرات ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې دپلټنو په مهال درې تنه چې د يوې ډلې مسلکي غلو غړي وو او د خلکو مالونه يې لوټل نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو لک او دوه زره افغانۍ، ۳۸ میلیونه تومان او یوه اندازه غلا شوي توکي هم ترلاسه شوي دي.