۶ ولایتونو کې؛ د بنګو کروندې ویجاړې او ۱۰ تنه ونیول شول

نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۵۰ جریبه بنګ په بدخشان او یو جریب په ارزګان ولایت اړولي دي.
ورته مهاله، یادو منسوبینو د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې د نشه یي توکو یوه کارخونه له ۴۸۰۰ کیلو نشه یي توکو سره او همداراز د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د نشه یي توکو کارخونه له کارونکو سامانونو سره سوځولې ده.
همدارنګه، پولیسو کاپیسا ولایت کې د دوه نشه یي توکو پلورنکو او څلورو روږدو د نیولو ترڅنګ د یادو توکو خرڅلاو په تړاو دوه تنه په خوست او دوه تنه کندز کې نیولي دي.