د کورنیو چارو وزارت اداري چارو معینیت اړوند د پاسپورت لوی ریاست او احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر منځ د همکاری تړون لاسلیک شو.

د یادې ادارې سرپرست ډاکټر فقیر محمد زیار د یاد تړون په هکله معلومات وړاندې کړل ویې ویل: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تل هڅه کړې چې، عامه خدمتونه د بریښنایي حکومتولی له مخې خلکو ته وړاندې کړي.
ښاغلي زیار په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې، ننۍ هوکړه لیک به د بریښنایي پیژندپاڼو سیستم د پاسپورت ریاست له سیسټم سره وصل کړي او پدې بنسټ به د جعل او تذویر او د وخت له ضایعه کیدو به مخ نیوی وشي.
وروسته د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال الحاج سترپاسوال مولوي نورجلال جلالي هم خبرې وکړې او داسې هوکړه لیکونه یې د روڼ والي او خلکو ته د پاسپورتونو د عادلانه ویش په پار مهم وګڼل.