۴ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو دوو کارخونو سوځولو ترڅنګ څلور تنه نیول شوي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په فراه او سمنګان ولایتونو کې د یادو توکو دوه کارخونې موندلي او سوځولي دي.
همداراز، پولیسو په کندهار ولایت کې درې تنه د ۵۰ کیلو نشه یي توکو( ایف) د قاچاق په تړاو او په هرات کې یې یو کس د یادو توکو د پلور په تړاو نیولی دی.