د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال د پاکستان هیواد د سفیر له مرستیال سره ولیدل
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال د پاکستان هیواد د سفیر له مرستیال سره ولیدل. هغه غونډه چې په همدې موخه په یاد معینیت کې جوړه شوې وه، د نشه یي توکو سره د مبارزې معین ملکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن قاسمي دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په کړنلاره رڼا واچوله او د دې شومې پدیدې په له منځه وړلو کې یې له دوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. وروسته، د پاکستان هیواد د سفیر مرستیال محمد جنید وزیر هم په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه وستایله وویل چې، د نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هیوادونو ګډ کار دی چې باید وشي. ښاغلي وزیر د خپلو خبرو په دوام، مسوولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ. غونډه د دواړو لورو د اړینو خبرو وروسته پای ته ورسیده.