د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال د پاکستان هیواد د سفیر له مرستیال سره ولیدل

moi-af
Sun, Sep 17 2023 12:11 PM
asdasda

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال د پاکستان هیواد د سفیر له مرستیال سره ولیدل.  هغه غونډه چې په همدې موخه په یاد معینیت کې جوړه شوې وه، د نشه یي توکو سره د مبارزې معین ملکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن قاسمي دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په کړنلاره رڼا واچوله او د دې شومې پدیدې په له منځه وړلو کې یې له دوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.  وروسته، د پاکستان هیواد د سفیر مرستیال محمد جنید وزیر هم په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه وستایله وویل چې، د نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هیوادونو ګډ کار دی چې باید وشي.  ښاغلي وزیر د خپلو خبرو په دوام، مسوولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.  غونډه د دواړو لورو د اړینو خبرو وروسته پای ته ورسیده.