له تکالیفو او قربانیو ډکه مرحله مو وګاله اوس د خدمت دروند مسئولیت را په غاړه دی راځئ په ګډه د ستونزو د حل او اصلاح  لپاره د اسلامي نظام په چوکاټ کې ګامونه واخلو.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۰:۳
xzZf


د کورنيو چارو وزیر قدرمن خلیفه صاحب سراج الدین حقاني ارزګان ولایت ته په خپل سفر کې د یاد ولایت له مسئولينو، علماو او قومي مشرانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.
خلیفه صاحب یادې غونډې ته په وينا کې د ارزګان د ولسونو جهادي مېړانه او قربانۍ وستایلې او د شهیدانو یاد یې وکړ.
نوموړي د مبارزې شل کلنه دوره له کړاونو او دردونو سره مل هغه دوره وبلله چې بلاخره پایله یې د فتحې خوږ زیری و
خلیفه صاحب په خپلو خبرو کې مسئولین او مجاهدین یو ځل بیا مخاطب کړل او په تأکید سره یې د ولس خدمت ته متوجه کړل،( د جهاد دوره مو له زحمتونه ډکه وه خو نن تر هغه څو برابره ستر مسئولیت لرئ، په ترلاسه شوي قدرت او امکاناتو تکبر او غرور مه کوئ، دا مرحله د ستر رب يو ازمېښت دی؛ له تواضع، نرمۍ او ښه چلند څخه کار واخلئ.)
قدرمن خلیفه صاحب د ارزګان قومي مشرانو ته په خطاب کې وویل چې د مادي امکاناتو د محدودیت سربیره بیا هم تاسو ته ډاډ درکوم چې د ابادۍ او پرمختګ په چارو کې به د ولس توقعاتو ته رسیدنه کيږي خو په وحدت، زغم او حوصلې سره به په ګډه د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره ګامونه اخلو او ان شاالله د همدې نظام په هډانه کې به د ابادۍ او پرمختګ چټک مزل هم وهو.
همدارنګه نوموړي په خپله وینا کې يو ځل بیا نړۍ سره د تقابل پر ځای مثبت تعامل باندې ټينګار وکړ او وې ویل مونږ د خپل ولس د هوساینې او پرمختګ لپاره د ټولې نړۍ او ان هغه هیوادونو سره چې پر مونږ یې یرغل کړی او جګړه مو ورسره کړې وه؛ د مثبتو او د اسلامي- افغاني ارزښتونو په رڼا کې د ډيپلوماتيکو اړيکو غوښتونکي یو او پر دوی غږ کوو چې د زور او جګړې مرحله مو پای ته ورسوله راځئ د نړۍ د نورو هيوادونو په څیر د متقابل درناوي پر محور رسمي او تعریف شوې اړیکې ولرو.
قدرمن خلیفه صاحب به په ارزګان ولایت کې د نورو سفرونو په څير د مسئولینو او ولس سره د ګڼو مسایلو په باب مجالس ولري.