ننګرهار کې د پولیسو له خوا ۱۴۰ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول

farhadi-moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۸ - ۱۴:۲
moi


د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو، د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۴۰ کیلو ګرام مخدره توکي د چرسو له ډوله، چې په یوې لېږدونکې واسطې کې یې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، د دې ولایت له سرخرود ولسوالۍ کشف او ضبط کړل.
د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.