د کورنیو چارو سرپرست وزیر په سمنګان کې غونډې ته وینا وکړه.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې سمنګان ولایت ته ورسېد.
په هغه غونډه کې چې د سمنګان د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت چارواکو، سپین ږیرو، قومي مشرانو، د پوهنتون او مکتبونو استانو او علماوو ګډون وکړ.
د سمنګان د علماوو شورا رئیس محراب الدين عرفان د خليفه صاحب سفر د خلکو او چارواکو د همغږۍ وسيله وبلله.
هغه وویل: الحمدلله ولسونه له امنیت څخه ډېر خوښ دي او د مجاهدینو د قربانیو نتیجه ده چې خدای کامیابۍ راکړه.
د غونډې بل ګډونوال او قومي مشر حاجي نجیب وویل: د سمنګان په ساحه کې سل په سله کې امنیت دی، موږ د کورنیوچارو وزارت له رهبري مننه کوو او هیله لرو چې په دې ولایت کې د درېدلو پروژو نیمه پاتې چارې بشپړې شي.
د ولایت مرستیال مولوي دادخدا خادم په باګرام زندان کې د خپل بندي ورور او دوو ملګرو د اعدام په بدل کې هماغه وخت په میدان وردګ ولایت کې پر امریکایانو د یوه انتقامي برید یادونه وکړه او خوشالي یې وښووه.
خلیفه صاخب وویل: حکومت په ټول توان د خپلو خلکو او هېواد لپاره کار کوي، تاسې د ښاروالیو د پرمختګونو شاهدان یاست چې افغانستان یې د ښایست په لور روان کړی.
دغه راز یې وویل، تېر جمهوریت دنیا په رسمیت پېژندلی و، مرستې یې ورسره کولې؛ خو پر مونږ بندیزونه دي، حتی د افغانانو شتمنۍ یې کنګل کړې دي. مګر برکت شته، الله ج به مو له دې امتحانه سرلوړي وباسي.
بیا یې د ملي کرنسي د نرخ ثبات او د خوراکي توکو د بیو بېرته ټیټېدو ته اشاره وکړه.
ښاغلي حقاني وویل: موږ چا ته پیغور نه ورکوو، خو هر څوک چې دلته بهرنیان راولي او ملي او افغاني منافع ورباندې لوټلای شي، هغوی د دې خاورې د وراثت دعوه څنګه کوي؟!
خلیفه صاحب د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري بیا د عفوې پر تعهد ټینګار وکړ او زیاته یې کړه و که کوم خودسره سرغړوونکی پیدا کېږي د محاکمې وړ دی.