د کورنیو چارو وزارت مقام ستر سلاکارعبدالرحیم ثاقب په خپل کاري دفتر کې د غالب پوهنتون له مشر سره ولیدل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۷:۲۰
aa


په دې لیدنه کې، ښاغلي ثاقب وویل، چې علمي بنسټونه تل مجاهدینو ته د تعلیمي اسانتیاوو په برابرولو کې له دولتي ادارو سره په اړیکه کې دي او دغه هڅې یې وستایلې. همدارنګه ښاغلي ثاقب د غالب پوهنتون له مشرتابه څخه د زده کړو په برخه کې مجاهدینو سره د هر اړخېزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته؛ د غالب پوهنتون مشر په هیواد کې د غوره علمي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د غالب پوهنتون ادارې مشرتابه چمتو دی، چې د کورنیو چارو وزارت منسوبینو سره د لوړو زده کړو په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.