د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني تخار ته سفر وکړ.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۷:۲۰
fafd

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدین حقاني د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې تخار ته سفر وکړ او هلته یې په جوړه شوې غونډه کې خلکو ته وینا وکړه.

په پیل کې د تخار والي شيخ القران ضياء الرحمان مدني خبرې وکړې، ښاغلي مدني وویل: تخار له پخوا د علم او جهاد مرکز پاتې شوی دی. دلته محدثین، قاریان او فقهاء تېر شوي دي. ده د مثال په توګه د ابو سلیمان تالقاني نوم واخيست چې د همدې سیمې لوی فقیه و.
د دې تر څنګ یې په تخار کې د ځینو بندونو، سړکونو، لارو، طب پوهنځي او ماسټري پروګرام د جوړېدو غوښتنه وکړه.
دغه راز خليل احمد فخري د قومي مخورو په استازيتوب غوښتنه وکړه چې د تخار ۵۵۵ پخوانۍ فرقه چې په ورستيو نظامونو کې په لوا تبديل شوې وه که بیرته فعاله شي د ډيرو مجاهدينو او مستعدو کسانو لپاره به د خدمت کولو زمينه برابره شي.

قاضي عنایت الله د والي د وړاندیزونو په تائیدولو سره وویل: موږ د نظام حمایت کوو، شرعي حکم دی چې له علماوو او اهل خبره کسانو سره مشوره وشي او کوم مشر چې مشوره نه مني، معزول دی.

وروسته د تخار امنیه قوماندان مولوي نصرالله حذيفه وویل: د خپلو مشرانو د لیدو ارزو مو خدای قبوله کړه، زموږ تر منځ الحمدلله ښه همغږي موجوده ده. که د ماوراء کوکچې سیمې د اتو ولسوالیو د لارو جوړېدو ته توجه وشي، د ولس د خلکو ډېر ستونزې ورسره حل کېږي. 

په پای کې خليفه سراج الدین حقاني وینا وکړه، ده وویل: افغانستان د اسیا زړه یادېږي، زړه شمال او جنوب نه لري، ټول یو ځای درزېږي.
خليفه صاحب وویل: افغانستان به خدای جوړ کړي، خو د فکر جوړولو ته ډېر ضرورت دی، که مو د ملي وحدت فکر جوړ نه کړای شو، همیش به په جنجالونو اخته یو. یو ملي او اسلامي فکر د افغانستان د دردونو دوا ده.
خارج ته د تللیو نیمايي کسانو کورونه دلته دي، له خپلو خپلوانو دې پوښتنې وکړي، عمومي عفوه تامین ده.
خليفه صاحب د امیر المؤمنین له خوا ورته وویل: شيخ صاحب موږ ته په تاکید ویلي چې له زندانیانو سره ډېر نرم چلند وکړئ او په محاکمو کې د عدل تطبیق باید وشي.  مخدره مواد یې بند کړل، خو هيڅ سیاسي امتیاز پرې وانخيست.

بیا یې زیاته کړه: امیرالمؤمنین د ښځو هغه حقونه ورکړل چې له ډېره وخته د میراث حق نه ورکول کېده او په بدیو کې ودېدې. 
ښاغلي حقاني وویل؛په کورنیو عوایدو د ځينو پروژو د تطبیق، د نرخونو کنټرول، امنیت، واحد قیادت، انتقام نه اخیستلو او معادنو پر استخراج د کار د شروع کېدو موضوعاتو ته اشاره وکړه او و یې ویل، وعده نه درکوم، خو خبروم مو او ډاډ درکوم چې کار پرې پیل شوی دی.