۷ ولایتونو کې؛ شاوخوا ۲۲۴ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې
۷ ولایتونو کې؛
شاوخوا ۲۲۴ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې، له ۲۲۴ جریبه څخه زیاته ځمکه د هیواد په ۷ ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
له دې ډلې، ۵۲ جریبه ځمکه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالی کې،۵۴ جریبه د بغلان په دهنه غوري، بغلان مرکزې او ۳۵ جریبه د یاد ولایت په برکه ولسوالی کې، ۵۰ جریبه د کندز په ولایت کې، ۲۹ جریبه د کنړ په دانګام کې او له ۴ جریبه څخه زیاته ځمکه د کندهار په سپین بولدک کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، یوه اندازه ځمکه، د هرات او د ارزګان په چنارتو او چورې ولسوالی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.