امنيتي پوليس؛ ۳۸ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نيول شوي
د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۸ تنه د غلا، اخلاقي بې لاریو، قمار، وسلو ناقانونه لېږد، اسنادو جعلي کولو او ناقانونه ښکار په تړاو په پلازمېنه، بلخ، بغلان، کندهار، بامیان، هرات او پکتیا کې نیولي دي.
له منځه يې، ۹ تنه د موټر تښتولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو په کابل، ۱۲ تنه د قمار او د موټرونو جواز سیر د جعل په تړاو په بلخ، څلور تنه په بغلان کې د اخلاقي بې لاریو په تړاو، ۴ غله په کندهار، ۳ تنه د حیوناتو او الوتونکو د ناقانونه ښکارپه تړاو په بامیان، یو غل، دوه تنه د وسلو د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په هرات او دوه د موټر سایکلونو غله په پکتیکا ولایت کې نیول شوي دي.