د سرحدي پولیسو لپاره مسلکي او میتودیکي سیمینار پای ته ورسید او ۱۵۰ تنه منسوبین ورڅخه فارغ شول
یاد مسلکي او میتودیکي سیمینار د نړیوالو هوایي ډګرونو د قومندانانو، په ځمکنیو بندرونو کې د کمیسارانو او یو شمیر نورو څانګو لپاره په لاره اچول شوی وو چې دې یوې اونئ په لړ کې پای ته ورسید.
د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رییس، الحاج پاسوال مولوي زین الله عابر، د ستر امنیتي معینیت لومړی مرستیال ښاغلی انوري، د یاد معینیت درستیزوال ښاغلي احمد، د کورنیو چارو وزارت د مالي او بودیجې چارو لوی رییس حاجي وزیر حقاني او نورو مشرانو ګډون کړی وو او خبرې یې وکړې.
د سرحدي پولیسو لوی رییس الحاج پاسوال شیر محمد شریف د خپلو خبرو په لړ کي د مسافرینو او ملي سوداګرو سره د ښه اخلاقو او ښه چلند، ښه نظم رامنځته کولو، د امنیت ټینګښت د ګاونډیو هیوادونو د کمیساریو مسولینو سره د نیکو اړیکو په ساتلو ټیګار وکړ او ټول فارغ شوي مسولین یې خپلو راتلونکو دندو، مسولیتونو او ښه خدمتونو تر سره کولو ته وهڅول.
د فراغت غونډې په پای کې فارغ شوو منسوبینو ته تصدیق پانې او یو شمیر قوماندانانو او کمیسارانو ته د ښه خدمت په ویاړ ستاینلیکونه وویشل شو.