۱۵ تنه د جنايي پېښو په تړاو نيول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۴:۴۱
asdfasdfa

 پوليس وايي، ۱۵ تنه يې د غلا، قمار او اخلاقي فساد په تړاو په خوست، هرات، بغلان، پکتيا، بلخ او کندهار کې نيولي دي.

د جنايي پېښو په وړاندې د مبارزې منسوبينو ۲ تنه د خوست په "اروند"ولسوالۍ کې د غلا او ۲ تنه نور په بلخ کې د اخلاقي فساد په تړاو نيولي دي.
په ورته وخت کې، پوليسو د هرات ولايت په بالابولوک ولسوالۍ او د هرات ښار په پېنځمه ناحيه کې ۲ تنه د غلا او له کوره د تېښتې په تړاو او ۶ تنه په مرکز بغلان پلخمري ښار  کې د قمار وهلو په تړاو نيولي دي.
له بل لوري، د اسلامي امارت پوليسو ۲ تنه د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د غلا، يو تن په کندهار ښار کې له کورونو د غلا او يو بل غل د نيمروز مرکز ترينکوټ ښار په پېنځمه امنيتي سېمه کې نيولي دي.
دغه راز، د کابل د امنيه قومندانۍ پوليسو په څو نورو موخنو(هدفي) عملياتو کې د کابل ښار په کارته سخي، ده مزنګ او کارته مامورين سېمو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات پيدا او ضبط کړي دي.