تخار کې په ځوابیه بریدونو کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۰:۴۶
ق

تېره شپه د تخار ولایت په مرکز کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۴۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. 
ترهګر طالبان باید پوه شي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې درېدلي او هر ډول خوځښت به یې د امنیتي ځواکونو او خلکو له تند غبرګون سره مخ شي.