کندهار کې امنیتي غونډه ترسره شوه

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۳:۱۸
6

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد احمدزي، د کندهار والي او نظامي مسوولینو په ګډون سره امنیتي غونډه ترسره کړه. 
جنرال عبدالستار میرزکوال په کندهار ولایت کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات وستایل او د دوښمن د ځپلو په پار یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کندهار کې د شته امنیتي ستونزو او ننګونو راپور هم واورېده او د بېړنۍ رسېدنې ډاډ یې ورکړ.