د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو استخباراتي مسوول ووژل شو
د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو استخباراتي مسوول له ملي پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې له څلورو جنګیالیو سره یې ووژل شو.
یاد کس نصیر عمر نومېږي او د استخباراتي مسوولیت سربېره یې په خواجه عمري ولسوالۍ کې د ترورېستي بریدونو په طرحه او سازماندهي کې هم فعاله ونډه درلوده.
د ترهګرو جسدونه او یو اندازه چاودېدونکي توکي هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.