د بادغیس ابکمري ـ قلعه نو لاره د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۶:۰
۱

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ او قلعه نو په عمومي لاره کې د ترهګرو طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
په یادو عملیاتو کې د دوښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ ترهګرو طالبانو چې په یادو سیمو کې د ملکي او پوځي کسانو د نښه کولو په موخه درې کړۍ ماینونه ځای پرځای کړي وو، د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شوي دي.