نړیواله ټولنه باید د ترهګرو طالبانو د جنګي جنایتونو پر وړاندې جدي دریځ غوره کړي

hakimi-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۶:۳۶
1

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د سره صلیب نړیوالې کمېټې له نوي رییس ښاغلي ایلوا فیلیون سره تعرفي او د همدې کميټې له مخکېني رییس ښاغلي وان پدرو شېرر سره د مخه ښې کتنه وکړه او د یادې کمېټې فعالیتونه یې وستایل. 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل، دا چې طالب ترهګره ډله په خپله ناروا جګړه کې ټول انساني او بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، ملکي وګړي سپر ګرځوي، عامه شتمنۍ ورانوي؛ نو د سره صلیب له نړیوالې کمېټې یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې خپل دریځ روښانه کړي. 
د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولینو هم ډاډ ورکړ چې دوی به د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو مطابق د افغان ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو د ملاتړ برخه کې کار کوي او جنګي سرغړونې به وڅېړي.
هغوی دغه راز د طالبانو لخوا روانه جګړه جنایت وباله او د ملکي تلفاتو په اړه د اندېښنې څرګندولو سربېره یې وویل چې دوی به له بشري حقونو سرغړونې ارزوي او د اصلاح لپاره به یې اقدامات ترسره کوي.