پروان کې درې تنه د هدفي وژنو په تړاو ونیول شول
د پروان پولیسو په سیدخېل ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه د هدفي وژنو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د طالب ترهګرې ډلې غړیتوب لري او په سیدخېل ولسوالۍ کې يې په وروستیو هدفي وژنو کې لاس درلود.
د نیول شویو ترهګرو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو په پار اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.