د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ارزوګان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ
![7](/sites/default/files/2021-06/196889595_2031801786957708_2579322361235070755_n_14.jpg)
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات اروزګان ولایت ته تللی او هلته یې د اروزګان د نظامي او ملکي مشرتابه سره یو ځای د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار غونډه ترسره کړه.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په اروزګان ولایت کې شته امنیتي ستونزې او ننګونې له نږدې وڅارلې او مسوولینو ته یې د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي حیات د ارزوګان د عامه امن او نظم پر ټینګښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د پولیسو چارې باید د خلکو له غوښتنو سره سمې تنظیمې شي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته په پوره قوت دوام ورکړل شي.