کابل او لوګر کې ۱۲ تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د درېیو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې څلور تنه او همدارنګه د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې هم اته تنه نیول شوي دي.