د کورنیو چارو سرپرست وزیر د امریکا سفارت له مرستیال سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات نن په افغانستان کې د امریکا سفارت له مرستیال ښاغلي سکاټ وین هولډ سره په کتنه کې له ملي پولیسو سره د امریکا د متحده ایالاتو او نړیوالو له مرستو مننه وکړه او پر دوام یې ټینګار وکړ.
ښاغلي حیات د کورنیو چارو وزارت د اصلاحي برنامو، اصلي دندو ته د ملي پولیسو د را ګرځولو، د قانون پلي کولو، د بشري حقونو او عمومي امن او نظم د تامین په اړه د بحث ترڅنګ؛ د ملي پولیسو د معاشونو د ورکړې نوي سیستم (اپس) چارو د پرمختګ په اړه مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اپس سیستم د ملي پولیسو د معاشونو د ورکړې په موخه جوړ شوی، چې نږدې سل سلنه چارې یې بشپړې شوې او په مرسته به یې د ملي پولیسو د معاشونو د ورکړې بهیر ګړندی او له ځنډ پرته به خپل معاشونه ترلاسه کړي.
د امریکا سفارت مرستیال ښاغلي سکاټ وین هولډ هم د دې کتنې په لړ کې د کورنیو چارو وزارت اصلاحي برنامې او د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي پولیسو وړتیاوې وستایلې او د هغوی د ظرفیت لوړونې، ښوونې او روزنې، تجهیز او تمویل په برخو کې یې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.