د کورنیو چارو سرپرست وزیر د برتانیا له سفیرې سره د مخې ښې کتنه وکړه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۲۰:۵۷
7

د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات نن مازدیګر د برتانیا له سفیرې اغلې الیسن ماری بلیک سره د مخې ښې کتنه وکړه او له افغانستان په ځانګړي ډول له کورنیو چارو وزارت سره یې د دغه هېواد د مرستو او د اغلې بلیک د هڅو قدرداني وکړه. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د سولې پروسې او امنیتي پرمختګونو ترڅنګ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له کورنیو چارو وزارت سره په بېلابېلو برخو کې د برتانیا هېواد د مرستو د نوي فصل په اړه هم خبرې وکړې. 
د برتانیا سفیرې الیسن ماری بلیک د خپل هېواد په استازیتوب د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت د لومړیتوبونو او اړتیاوو له مخې به یې د افغان ملي پولیسو د ښوونې او روزنې، تجهیز، تمویل، ظرفیت لوړونې او نورو برخو کې مرستې دوامداره وساتي. 
اغلې بلیک وویل، چې د ملي پولیسو د وړتیا لوړونې، اصلاحاتو، له بشري سرچینو د سالمې ګټې اخیستنې، له فساد څخه د مخنیوي او نورو مواردو کې به له خپلو نړیوالو شریکانو سره له نږدې کار وکړي، څو د قانون حاکمیت پیاوړی او ملي پولیس لا زیات خپل سپېڅلي ماموریت ته چمتو شي.