سرپل کې د ترهګر طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون درې ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۱:۵۶
۵

د سرپل ولایت په سوزمه کلا ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د برید پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر ملا عبدالبصیر په ګډون دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوبل شوی دی.
یادې ډلې تېره شپه پر سوزمه کلا ولسوالۍ برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو له جدي غبرګون سره مخ شوي دي.
ترهګر طالبان د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان نه لري او هېڅ خوځښت به یې بې ځوابه پاتې نشي.