د کورنیو چارو سرپرست وزیر په لوګر ولایت کې د ملي پولیسو له ځانګړې قطعې لیدنه وکړه

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۱۱:۵۲
8

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات لوګر ولایت ته تللی او هلته یې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو شته ستونزې او ننګونې له نږدې څارلې دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترهګرو د ځپلو په برخه کې د یادې قطعې عملیات وستایل او د راتلونکو عملیاتو د بهیر د څارلو سربېره یې ستونزو ته د پر وخت رسېدنې او پوره ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي حیات د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د دوښمن د سترګو اغزي یاد کړل او ویې ویل، چې دا ځواکونه د هېواد د پل - پل خاورې د ساتنې وړتیا او ځواکمنتیا لري او له هېوادوالو د دفاع په برخه کې به یې تابیاوې لا پیاوړې او مټې یې غښتلې شي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، چې دوښمن د هېواد د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې د درېدنې او جګړې توان نه لري او که له ترهګرۍ لاس په سر نشي، نو ورځ تر بلې به وځپل شي او زموږ ځانګړي ځواکونه اجازه نه ورکوي چې زموږ خاورې ته په سپکه سترګه وګوري.
همداراز؛ د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لوی قوماندان پاسوال میراحمد عظیمي هم د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له ملاتړه مننه او درناوی وکړ او زیاته یې کړه، چې دا هېواد زموږ ټاټوبی دی او ساتنه یې هم پر موږ ده او د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه دا دنده په پوره ویاړ او ميرانې ترسره کوي.