حیات الله حیات: افغانستان به هېڅکله بیا د ترهګرو په ځاله بدل نشي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دې سفر په لړ کې د ننګرهار ولایت له ملکي او نظامي مشرتابه سره هم وکتل او د دې ولایت د امنیتي ستونزو او ننګونو د څېړلو سربېره یې د هواري او لا پاملرنې ډاډ ورکړ.
ښاغلي حیات ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له بېلابېلو پوړونو سره د کتنې سربېره، په جلالاباد ښار کې د جمهوریت او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تر ملاتړ لاندې جوړه شوې ولسي غونډه کې هم ګډون وکړ او زیاته یې کړه، چې افغانستان به هېڅکله بیا د ترهګرو په ځاله بدل نشي او د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د لوېشت - لوېشت خاورې د ساتنې په پار هر ډول سرښندنې ته تابیا لري.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د خپلو څرګندونو پر مهال زیاته کړه، چې د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې د پیاوړتیا او ځواکمنتیا په حال کې دي او د دوښمن د هرې شومې هڅې د شنډولو توان لري.