د کورنیو چارو سرپرست وزیر د معلولینو په تېرو لاریونونو کې له ټپي شوي معلول څخه لیدنه وکړه

jamil-moi
جمعه ۱۴۰۰/۱/۲۰ - ۲۱:۲۷
9

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن استقلال روغتون ته ولاړ او هلته یې له هغه معلول کس څخه لیدنه وکړه، چې د معلولینو د تېرو ورځو په لاریونونو کې ټپي شوی و. 
حیات الله حیات ډاډ ورکړ، چې پولیس د عامه امن او نظم ټینګوونکي دي او هېڅوک حق نه لري، چې زموږ پر هېوادوالو بې پلمې مالي/ځاني تعرض وکړي.
هېره دې نه وي، چې دې کس د معلولینو د تېرو ورځو لاریونونو په ترڅ کې ځان ته اور لګولی و، چې پولیسو پر وخت اور مړ کړ او یاد کس یې د درملنې په پار بې له ځنډه روغتون ته ولېږدوه.