د ګمرک او ترافیک ریاستونو لس تنه کارکوونکي د اختلاس او له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۳:۲۷
7

د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې د ګمرک او د کابل ښار د ترافیک ریاستونو لس تنه کارکوونکي د اداري او مالي فساد قضیو په تړاو نیولي دي.
د پيسو اختلاس، غیرقانوني باج اخیستنې او همدارنګه له وظیفوي صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه پر یادو کارکوونکو عمده تورونه دي.
دا لس تنه د تراسپورتي شرکتونو له څښتنو سره د کورنیو چارو د وزیر تر کتنې وروسته نیول شوي دي.
یاده کتنه د روان کال د سلواغې په دېرشمه نېټه د پنجشنبې په ورځ (دوه ورځې مخکې) وشوه او د کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې د ترانسپورتي شرکتونو او موټرچلوونکو شکایتونو ته یې د رسېدنې په پار جدي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.