د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۱:۴۰
6

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د هېواد په څلورو ولایتونو کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو د نهو تنو د نیول کېدو سربېره، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د پروسېس یوه کارخونه هم کشف او له منځه وړې ده.
له دې ډلې؛ هرات کې درې تنه، ننګرهار کې څلور تنه، بلخ کې یو کس او همدارنګه دایکندي کې هم یو کس نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۹۱ کیلوګرامه چرس، ۱۹ کیلوګرامه تریاک او یو اندازه کېمیاوي توکي ترلاسه شوي دي.