مل‌پاسوال اکرام‌الله سیرت د کورنیو چارو وزارت د پېژنتون د لوی رییس په توګه وګومارل شو

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۹:۴۱
1

د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز او د جمهوري ریاست د ستر مقام د حکم پر بنسټ، مل‌پاسوال اکرام‌الله سیرت د کورنیو چارو وزارت د پېژنتون د لوی رییس په توګه ګومارل شوی؛ چې د ستر امنیتي معین له لوري د یاد ریاست کارکوونکو او قدمو ته ور وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د پېژنتون د لوی ریاست تېرې دوه کلنې لاسته راوړنې د قناعت وړ ونه بللې او له تازه ګومارل شوي رییس څخه یې غوښتنه وکړه څو په دې ریاست کې د بنسټیزو اصلاحاتو په پار رغنده کار وکړي.
سترپاسوال عبدالصبور قانع وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له لوري د پېژنتون د لوی ریاست جوړښت په کره توګه مرور او اصلاح شوی او اوس د کورنیو چارو وزارت مشرتابه تمه لري، څو د ښاغلي سیرت په ګومارنې سره په یاد ریاست کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شي.
ښاغلي قانع د پېژنتون لوی ریاست تازه ګومارل شوي رییس ته لارښوونه وکړه، څو هر هغه منسوب چې د واسطې او سفارش په وسیله ګومارل شوی وي او کاري کفایت ونه لري، نو تر پېژندنې وروسته دې یې سمدلاسه له دندې ګوښه کړي.
هېره دې نه وي چې مل‌پاسوال اکرام‌الله سیرت تر دې دمخه د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین د دفتر رییس په توګه دنده ترسره کوله.