کابل کې څلور حرفوي غله او د وسلو درې پلورونکي ونیول شول
![6](/sites/default/files/2021-01/142207538_1922997064504848_3667428853608201088_o_4.jpg)
کابل پولیسو د بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د حرفوي غلو څلور کسیزه ډله نیولې ده.
نیول شویو غلو د کابل ښار په اومې، اتمې او دولسمې ناحیو او همدارنګه په بګرامي ولسوالۍ کې په وسله والو غلاو لاس پورې کاوه، چې له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو.
همدارنګه؛ دې ځواکونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې هم د وسلو درې پلورونکي له درې میله وسلو او یو عراده موټر سره یو ځای نیولي دي.