هرات کې د انسان تښتوونکو یوه حرفوي ډله ونیول شوه
ملي پولیسو په هرات ولایت کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې د انسان تښتوونکو پنځه کسیزه حرفوي ډله نیولې ده.
د انسان تښتوونکو یادې ډلې په هرات ښار کې د انسان تښتونې په ګڼو قضیو کې لاس درلود او له مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وه، چې د پولیسو د پر وخت عملیاتو په ترڅ کې د ګذرې ولسوالۍ په "دلاباد" کلي کې نیول شوې ده.
د یادونې وړ ده چې نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال په هرات ښار کې د انسان تښتونې په ګڼو قضیو کې پر لاس لرلو اعتراف کړی دی.