ننګرهار کې له دوه زره کیلوګرامه چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر کشف او ترلاسه شو

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۰:۴۵
7

ملي پولیسو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یو لړ کشفي اقدام په ترڅ کې یو مازدا ډوله باروړونکی موټر چې دوه زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ضبط کړی دی.
د چاودېدونکي توکو یاده محموله د مینځونکو توکو په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوې وه او شونې وه چې د لویو ترورېستي پېښو په طرحه او سازماندهي کې ترې استفاده وشي.
د دې باروړونکي موټر د کشف سربېره؛ ۴۰۶ عدده ثانیه سوز کپسولونه چې له هغې څخه د موټربم، ځانمرګو واسکټونو او د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي، هم کشف او ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې موټر په کشف او ضبط سره د ترهګرو د ګڼو ترورېستي پېښو له سازماندهي څخه مخنیوی شوی دی.