کابل، پروان او ننګرهار کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۹:۴۵
6

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، پروان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ په کابل کې څلور تنه، په پروان کې دوه تنه او همدارنګه په ننګرهار کې هم پنځه تنه له یو اندازه هیرویینو، ښيښه، نشه کوونکو تابلېتونو، الکولي څښاکو، چرسو، یو اندازه مهماتو او نقدو پیسو سره یو ځای نیول شوي دي.