لغمان، هرات او دایکندي کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د لغمان، هرات او دایکندي ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د لغمان ولایت د قرغه يي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس د ۲۲ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق، په هرات ولایت کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق او همداراز په دایکندي ولایت کې هم یو کس د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.