کابل، خوست، نیمروز او پکتیکا کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۱:۲۵
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، خوست، نیمروز او پکتیکا ولایتونو په اړوند سیمو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې یو کس، خوست کې دوه تنه، نیمروز کې یو کس او همدارنګه پکتیکا کې هم یو کس له یو اندازه ښيښه، چرسو، هیرویینو او یو میل کلاشینکوف وسلې سره یو ځای نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.