یو غل له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی او په څلورو ولایتونو کې ۱۲ تنه د انسان تښتونې، غلا او وژنې په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۳:۱
6

د خوست، غزني، هرات او پروان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ خوست کې درې تنه د یو ماشوم د تښتونې، غزني کې څلور تنه د وسایطو د غلا او همدارنګه د چاریکار ښار په درېیمه ناحیه کې هم دوه حرفوي غله نیول شوي دي.
په همدې حال کې؛ هرات کې یو غل له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی او د هرات ښار د اومې ناحیې په اړوند سیمو کې درې غله نیول شوي دي.
د ملي پولیسو منسوبینو د "امنیتي میثاق" د طرحې پر بنسټ د مجرمینو د نیولو لپاره خپل عملیات چټک کړي او د دې برنامې د تطبیق په برخه کې به چې موخه یې د ښاریانو د امنیت غوره ټینګښت دی، له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.