بغلان کې د ترهګرو طالبانو استخباراتي مسوول ونیول شو

په بغلان ولایت کې د ترهګرو طالبانو استخباراتي مسوول "قاري صلاح الدین" ونیول شو.
یاد ترهګر د بغلان مرکزي ولسوالۍ په شهرکهنه سیمه کې له ملي پولیسو سره تر لنډې نښتې وروسته له څلورو همکارانو سره یې یو ځای نیول شوی دی.
نیول شوي ترهګر د ترورېستي پېښو په طرح او سازماندهي او په ځانګړې توګه د بغلان – کندوز پر لویه لار له مسافر وړونکو وسایطو څخه په باج اخیستنه کې مهم نقش درلود.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه پنځه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.