کابل کې د وسله والو حرفوي غلو څلور کسیزه ډله ونیول شوه
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یو لړ هدفمند عملیاتو په پایله کې د وسله والو حرفوي غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې د اړوند دهبوري څلورلارې د درېیو اوسېدونکو قیمتي مالونه غلا کړي وو او غوښتل یې د پېښې له سیمې وتښتي، چې د پولیسو د چټک اقدام په ترڅ کې د "سیلو" په سیمه کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یوه قبضه تفنګچه، یو قبضه چاقو، یو عراده موټر، یو اندازه غلا شوي توکي او نقدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.
یاد کسان په کابل ښار کې د حرفوي غلو له ډلې دي او د کابل مېشتو د قیمتي مالونو د لوټونې په ګڼو قضیو کې یې لاس درلود.