کابل او ننګرهار کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د نشه يي توکو یو پلورونکی له ۴۷ بوتله الکولي څښاکو، ۱۹ قرصه کا نشه کوونکو تابلېتونو او یو اندازه چرسو سره یو ځای نیولی دی.
بلخوا؛ د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې هم د نشه يي توکو یو قاچاقبر له ۷ کیلوګرامه هیرویینو سره نیول شوی دی.