په کابل، هلمند او میدان وردګو کې د "هیرویینو او تریاکو" د قاچاق په تړاو د پنځو تنو د نیول کېدو سربېره؛ په ننګرهار کې د نشه يي توکو د پروسېس دوه لابراتوارونه کشف او له منځه یوړل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۰:۳۵
8

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، هلمند، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د هیرویینو او تریاکو د قاچاق په تړاو نیولي او د نشه يي توکو د پروسېس دوه لابراتوارونه یې له منځه وړي دي.
د کابل د حامد کرزي په نړۍ‌وال هوايي ډګر کې دوه تنه له څه باندې یو کیلوګرام هیرویینو سره، په هلمند کې دوه تنه له یو اندازه هیرویینو او ښيښه سره او همدارنګه په میدان وردګو کې هم یو کس د څارنوالۍ د قرار پر بنسټ د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
همدارنګه؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په "جوی ۲۵" سیمه کې هم ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د نشه يي توکو د پروسېس دوه لابراتوارونه له منځه وړي دي.
له یاد لابراتوار څخه ۲۱ کیلوګرامه تریاک، ۴۰ کیلوګرامه چرس او یو اندازه تېزاب او کېمیاوي توکي چې د نشه يي توکو په جوړونه او پروسېس کې ترې ګټه اخیستل کېږي، کشف او ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.