د کابل ولایت ګډو ځواکونو له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۵:۲۵
1

د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قوماندانۍ منسوبینو د دوه کشفي عملیاتو په ترڅ کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
د کشف شویو ماینونو له منځه؛ ترهګرو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند "زین‌اباد" سیمه کې یو کړۍ ماین د ښوونکو او زده کوونکو د نښه کولو په موخه یوه ښوونځي ته څېرمه ځای پر ځای کړی و او درې کړۍ نور ماینونه یې بیا د سروبي ولسوالۍ په اړوند "مکتب هودخېل" سیمه کې ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.