ننګرهار او لوګر کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۰:۱۶
6

د ملي پولیسو منسوبینو په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د دوه جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په سنګیني کلي کې د سړک پر غاړه او د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په اړوند سیمو کې د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
ترهګرو غوښتل له دې لارې ملکي مرګ ژوبله رامنځته کړي، چې له نېکه مرغه د پولیسو منسوبینو د هڅو په پایله کې دا ترورېستي پېښې شنډ شوې دي.