ننګرهار کې اوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۲:۵۱
7

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د بټي کوټ ولسوالۍ او د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه د څلورو عرادو موټرو د ضبط سربېره ۳۹۱ کیلوګرامه نشه يي توکي د "چرسو او هیرویینو" له ډوله ترلاسه شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.