د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څار ادارې (سیګار) د وروستي راپور په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

jamil-moi
6

کورنیو چارو وزارت د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څار ادارې (سیګار) راپور چې په کې یې د هېواد په ځینو سویلي ولایتونو کې د ملي پولیسو په لیکو کې په نشه يي توکو د روږدو او خیالي پولیسو د شتون په تړاو خپور کړی، لوستی دی.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت په یاد وزارت کې د اصلاحاتو پر وړاندې د شته خنډونو او ننګونو شتون نه ردوي، خو په کورنیو چارو وزارت کې يې د نورو اصلاحي اقداماتو تر څنګ د کورني امنیت ریاست پر رامنځته کولو سره د دې ننګونو د ټولولو په پار بنسټیزه مبارزه ترسره کړې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت څه موده دمخه د سیګار له لوري د یاد راپور تر خپرېدنې وروسته اړونده موضوع په ژوره توګه څېړلې او د پولیسو ځواکونو په لیکو کې یې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د پېژندنې په موخه ځانګړې چارې ترسره کړې دي.
همدارنګه د داوطلبانو د جلب او جذب په برخه کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د جذب په اړه ځانګړې کړنلاره جوړه شوې، چې په وسیله یې د پولیسو په لیکو کې د دې ډول کسانو له جلب او جذب څخه مخنیوی کېږي.
بل‌خوا؛ د افغانستان پر څه باندې ۹۰ سلنه ملي پولیسو د (اپس) برنامې په پراختیا، تقویت او تطبیق سره د کورنیو چارو وزارت کدري پرسونل توانېدلی، څو د خیالي منسوبینو له شتونه مخنیوی وکړي؛ په (اپس) سیستم کې د پولیسو ځواکونو د هویت د ثبت پر مهال یو اصلي شرط د یاد منسوب فیزیکي شتون دی.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي قوماندانۍ خبرتیا

هغه کسان چې په ولایتونو کې یې د "فوق لېسانس" برنامې د ازموینې د شمولیت کارتونه په مرکز کې ترلاسه کړي، رسول کېږي چې ازموی

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۶:۷
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي د ماسترۍ پروګرام خبرتیا  

د کورنیو چارو وزارت ټولوهغو نارینه اوښځینه افسرانو ته خبر ورکول کېږي چې د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

مطبوعاتي اعلامیه

د مخکېنۍ اعلامیې په تعقیب سره د "یو کلي" موټرو متصرفینو ته خبر ورکول کېږي، چې له دې وروسته د یو کلي او هغه موټرو ګرځونه

Back to announcements